د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د بلخ ولایت د شورتپه ولسوالۍ کې یې یو کس په عام محضر کې شلاق کړی دی.
د دې محکمې په وینا، دغه کس د نامشروع اړیکو په تور ۳۰ درو شلاقو ته محکوم شوی او همدارنګه د طالبانو د ابتدائیه محکمې له خوا دوه کاله بند ته هم محکوم شوی دی.
طالبان په داسې حال کې د بدني مجازاتو پلي کولو ته دوام ورکوي چې دا اقدامات د بشري حقونو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ دي.
دا ډله د دغو مجازاتو پلي کول د «اسلامي شریعت» د تطبیق په توګه یادوي.
په همدې حال کې، د رواداري په نوم د بشري حقونو یوې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې طالبانو په تېر میلادي کال کې سلګونه بدني مجازات، له هغې ډلې د سلګونو کسانو شلاق کول، عملي کړي دي.
د دې راپور له مخې، دا مجازات د بشري حقونو له لوري «ظالمانه او غیرانساني» بلل شوي دي.

