د تلویزیون نیمروز د معلوماتو له مخې، په کابل کې یو شمېر موټرچلوونکي وایي چې د تېلو د بیو زیاتوالي د دوی پر ورځني عاید ژوره اغېزه کړې ده.
دوی وايي چې د تېلو د بیو لوړوالی، له مالیاتو سره یو ځای، د دوی پر کار اقتصادي فشار زیات کړی دی.
موټرچلوونکي زیاتوي چې سره له دې لوړوالي، دوی نه شي کولای د ترانسپورټ کرایې لوړې کړي.
د هغوی په وینا، د تېلو او ګازو بیې د هر لیتر یا کیلو په حساب له ۱۰ تر ۱۲ افغانیو پورې لوړې شوې دي او د لا نورو زیاتوالي اندېښنې هم شته.
موټرچلوونکو له طالبانو غوښتي چې د بیو د کنټرول لپاره اقدام وکړي او د هغوی اقتصادي وضعیت ته پاملرنه وکړي.
دا زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې د سیمې د کړکېچونو او د هرمز تنګي شاوخوا ګډوډیو له امله د انرژۍ نړیوالې بیې هم لوړې شوې دي.

