د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي چې د بلخ او غزني ولایتونو کې یې دوه کسان د «جادوګرۍ» په تور نیولي دي.
دې وزارت د سېشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کسان د طالبانو محکمو ته سپارل شوي، خو د هغوی د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
وزارت زیاته کړې چې په تېره یوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته تورونو له مخې نهه نور کسان هم نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د «جادوګرۍ» تعریف نه دی شوی، خو راپورونه ښيي چې ځینې کسان د تعویذ لیکلو په څېر کړنو له امله نیول کېږي.
د دې وزارت محتسبان د عامه چلند د څار مسؤلیت لري او د طالبانو د قوانینو له مخې پراخ واکونه لري چې خلک ونیسي او عدلي ارګانونو ته یې وسپاري.
د امر بالمعروف قانون چې په ۲۰۲۴ کال کې تصویب شوی، محتسبانو ته دا صلاحیت ورکوي چې کسان ونیسي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي.

