• Login
تلویزیون نیمروز
fa فارسی en English fr Français ps پښتو
Support Us
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنېت
    • سېاست
    • د بشری حقونه
  • نړۍ
  • سوداګرې
  • فرهنګ او هنر
  • ښځې
  • ویډیوګانې
  • ملاتړ وکړئ
No Result
View All Result
جمعه, اپریل 3, 2026
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنېت
    • سېاست
    • د بشری حقونه
  • نړۍ
  • سوداګرې
  • فرهنګ او هنر
  • ښځې
  • ویډیوګانې
  • ملاتړ وکړئ
No Result
View All Result
تلویزیون نیمروز
No Result
View All Result

مرتس: د سوریې کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

در پی دیدار رهبران آلمان و سوریه، بر بازگشت پناهجویان سوری تأکید شد

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس له د سوریې د موقت ولسمشر احمد شرع سره په لیدنه کې د سوریایي کډوالو پر بېرته ستنېدو ټینګار کړی دی.

هغه په برلین کې په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې د بشار اسد له سقوط او د کورنۍ جګړې له پای وروسته، په سوریه کې وضعیت «په بنسټیز ډول ښه شوی» دی.

مرتس د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مشخص شمېر نه دی یاد کړی، خو د احمد شرع څرګندونو ته یې اشاره کړې چې له مخې یې په درې کلنه موده کې شاوخوا ۸۰ سلنه په آلمان کې مېشت سوریان باید خپل هېواد ته ستانه شي.

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به هغه کسان بېرته واستول شي چې جرمونه یې کړي یا قانوني استوګنځای نه لري.

مرتس همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې «ګډې کاري ډلې» د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د آلمان یو پلاوی به ډېر ژر سوریې ته سفر وکړي.

د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال، نږدې یو میلیون سوریایي کډوال آلمان ته تللي وو.

سره له دې، د دوی د بېرته ستنېدو موضوع لا هم جنجالي ده او په سوریه کې د اقلیتونو د وضعیت په اړه اندېښنې شته.

احمد شرع هم د کډوالو د بېرته ستنېدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې جګړه پای ته رسېدلې، خو د هېواد د بیا رغونې بهیر پیل شوی دی.

مهم خبرونه تر نورو مخکې ترلاسه کړئ. همدا اوس زموږ خبرپاڼې کې ګډون وکړئ.

مهرباني وکړئ خپل انباکس یا د سپم فولډر وګورئ تر څو خپل ګډون تأیید کړئ.

Facebook Twitter Instagram Telegram LinkedIn

مهم خبرونه تر نورو مخکې ترلاسه کړئ. همدا اوس زموږ خبرپاڼې کې ګډون وکړئ.

مهرباني وکړئ خپل انباکس یا د سپم فولډر وګورئ تر څو خپل ګډون تأیید کړئ.

ټولي

  • افغانستان
  • اقتصاد
  • امنیت
  • د بشری حقونه
  • سیاست
  • ښځې
  • کلتور
  • نړۍ

نیمروز ټلویزیون یو خپلواک او بې‌طرفه رسنۍ ده چې د افغان خبریالانو لخوا په ډایاسپورا کې فعالیت کوي.

© NIMRUZ TV 2026 – All Rights Reserved

Welcome Back!

OR

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنېت
    • سېاست
    • د بشری حقونه
  • نړۍ
  • سوداګرې
  • فرهنګ او هنر
  • ښځې
  • ویډیوګانې
  • ملاتړ وکړئ
No Result
View All Result
  • فارسی
  • English
  • Français

© NIMRUZ TV 2026 – All Rights Reserved

Go to mobile version