د امریکا د استازو جرګې غړي رندي فاین ویلي چې طالبان «هیڅکله او په هېڅ ډول» باید د کوم هېواد له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.
هغه په کانګرس کې په یوې غونډه کې طالبان د ښځو په ځپلو او د ازادیو په محدودولو تورن کړي او له افغانانو یې غوښتي چې د دې ډلې پر وړاندې مقاومت وکړي.
فاین ویلي چې طالبان د خپلې ایډیالوژۍ په تحمیلولو سره د افغانستان خلک تر فشار لاندې راوستي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ځینې هېوادونه د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، د ټولشموله حکومت جوړول او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول د طالبانو د رسمیت پېژندنې شرطونه ګڼي.
دغه امریکايي استازي دا شرایط ناشوني بللي او ویلي یې دي چې طالبان د خپلو سیاستونو په بدلون کې لېوالتیا نه لري.
په همدې غونډه کې، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو له یوې طرحې ملاتړ کړی چې موخه یې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او د طالبانو د اقداماتو ارزونه ده.

