
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا او اسرائیل له تهران سره د احتمالي خبرو په چوکاټ کې دوو لوړپوړو ایراني چارواکو ته موقتي مصونیت ورکړی دی.
د «کانال ۱۲» د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف په دې مصونیت کې شامل دي، چې ویل کېږي لږ تر لږه پنځه ورځې اعتبار لري.
خو تر اوسه امریکايي، اسرائیلي یا ایراني چارواکو دا راپور په رسمي ډول نه دی تایید کړی.
په همدې حال کې، د «اکسیوس» ویبسایټ د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ښايي د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس هم د ایران سره په خبرو کې ګډون وکړي؛ دا وړاندیز د سټیو ویتکاف له خوا مطرح شوی دی.
اکسیوس همدارنګه لیکلي چې د ایران پر ضد د ځمکنۍ پوځي عملیاتو احتمال لا هم مطرح دی، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او په عین حال کې د خبرو د بریا په اړه خوشبیني ښيي.
د راپور له مخې، د خبرو د ترسره کېدو لپاره د پاکستان نوم هم یاد شوی، خو لا تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
په بل اړخ کې، ویل کېږي ایران منځګړو ته ویلي چې د امریکا پر نیت شک لري، په داسې حال کې چې سپینې ماڼۍ ټینګار کړی چې ټرمپ په خبرو کې جدي دی.

