
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) امر کړی چې شاوخوا ۲۰۰۰ سرتېري د دې هېواد د ۸۲ هوابرد لوا څخه منځني ختیځ ته واستول شي.
راپور چې د امریکا د دفاع وزارت د دوو چارواکو له قوله خپور شوی، وایي دا ځواکونه د «چټک غبرګون» له واحد څخه ټاکل شوي؛ هغه واحد چې کولای شي په لنډ وخت کې د نړۍ هرې سیمې ته واستول شي.
د دغو چارواکو په وینا، په دې لېږد کې د لوا قوماندان، د هغه د دفتر غړي او دوه پوځي کنډکونه شامل دي چې هر یو یې شاوخوا ۸۰۰ سرتېري لري.
نیویارک ټایمز لیکلي چې ښايي په راتلونکو ورځو کې نور ځواکونه هم سیمې ته واستول شي.
د مخکینیو ځواکونو په ګډون، د وروستیو نښتو له پیل راهیسې منځني ختیځ ته د لېږل شویو اضافي امریکايي سرتېرو شمېر شاوخوا ۷۰۰۰ ته رسېدلی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا، د دې ځواکونو دقیق ځای لا نه دی ټاکل شوی، خو داسې ځای کې به ځای پر ځای شي چې د چټک غبرګون وړتیا ولري.
دا بدلونونه په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او د جګړو د پراخېدو اندېښنې موجودې دي.

