
د ارزگان ولایت یو شمېر ځوانان وایي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له زیاتېدو وروسته یې د کار فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
دغه ځوانان چې مخکې یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو په لېږدولو ژوند کاوه، اوس د بیکارۍ او د هېواد دننه د کاري فرصتونو له کمښت شکایت کوي.
د دوی په وینا، د پاکستان پر لور د تګ راتګ د لارو بندېدل او په ایران کې محدودیتونو د دوی عایداتي لارې بندې کړې دي.
محمد اخګر، د ارزگان یو اوسېدونکی، وایي: «پاکستان خپلې پولې پر موږ تړلې دي او نور نه شو کولای هغه هېواد ته لاړ شو.»
عزیزالله، یو بل اوسېدونکی، وایي: «لارې بندې دي او بیې هم لوړې شوې دي؛ د اوړو یوه بوجۍ ۱۵۰۰ افغانۍ ته رسېدلې ده.»
په همدې حال کې، ښځینه کارګرې هم د کاري فرصتونو له محدودېدو شکایت کوي. قمريګل، د ارزگان اوسېدونکې، وایي: «زه د وړۍ له ریسېدو ژوند تېرام، خو دا کار د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کوي.»
ارزگان له هغو ولایتونو څخه دی چې اقتصاد یې تر ډېره په سرحدي تګ راتګ پورې تړلی دی، خو د لارو په تړل کېدو سره ګڼې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

