
د طالبانو د سترې محکمې له خبرپاڼې سره سم، په کابل کې یو سړی او یوه ښځه د «له واده بهر اړیکو او له کوره د تېښتې» په تور هر یو په ۳۹ درو شلاقو او لږ تر لږه یو کال بند محکوم شوي دي.
په همدې حال کې، په بلخ ولایت کې هم یو کس د «الکولي مشروباتو د خرڅولو» په تور ۳۹ درو شلاقو وهل شوی دی.
په عام محضر کې د شلاق تطبیق هغه سزا ده چې طالبان یې د «اسلامي شریعت» د پلي کولو برخه بولي، خو دا اقدامات له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
راپورونه ښيي چې طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر اوسه له دوه زرو څخه ډېر کسان، چې ۲۹۱ ښځې هم پکې شاملې دي، په عام محضر کې شلاق وهلي دي.
د دې راپورونو له مخې، دغه ډول مجازات لا هم دوام لري، په داسې حال کې چې پرې نړیوالې نیوکې روانې دي.

