
په داسې حال کې چې په ایران کې سیاسي او امنیتي بدلونونه چټک شوي، د دې هېواد د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف نوم د راتلونکې واک د جوړښت په اړه په ګمانونو کې ډېر مطرح شوی دی.
ځینې راپورونه وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له «یو مهم کس» سره د تماس خبره کړې، او ځینو اسرائیلي رسنیو دا کس قالیباف بللی، خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
قالیباف له هغو څېرو څخه دی چې له پوځي او امنیتي بنسټونو څخه سیاسي جوړښت ته داخل شوی دی. هغه د ایران-عراق جګړه کې برخه اخیستې، وروسته سپاه پاسداران ته شامل شوی او د دې ځواک د هوايي برخې قوماندان شوی دی.
هغه وروسته د ایران د پولیسو مشري هم کړې او بیا د لسو کلونو لپاره د تهران ښاروال پاتې شوی، هغه دوره چې د پراختیايي پروژو ترڅنګ د فساد تورونو، لکه د «نجومي املاکو» دوسیې، سره هم مل وه.
قالیباف په وروستیو کلونو کې د ایران د پارلمان مشري پر غاړه لري او د قدرت د اصلي جوړښت له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي.
هغه څو ځله د ولسمشرۍ لپاره نوماند شوی، خو بریالی شوی نه دی، خو لا هم د ایران په سیاسي معادلو کې مهم حضور لري.
په سیاسي برخه کې، قالیباف د امنیتي او مدیریتي تګلارو ګډ استازیتوب کوي؛ له یوې خوا پر لوېدیځ د فشار ټینګار کوي او له بلې خوا خبرې اترې هم په بشپړه توګه رد نه کوي.
اوس، د سیاسي فشارونو او سیمهییزو بدلونونو په زیاتېدو سره، ځینې شنونکي هغه د ایران د راتلونکو بدلونونو یو مهم او اغېزمن څېره بولي.

