
د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی چې کیم جونګ اون یو ځل بیا د دې هېواد د دولت د چارو د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
دا پرېکړه د پیونګیانګ په ښار کې د عالي ولسي جرګې په لومړنۍ غونډه کې شوې؛ هغه بنسټ چې د قانون جوړونې تشریفاتي اداره بلل کېږي او د واکمن ګوند پالیسۍ قانوني بڼه ورکوي.
د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سوسیالیستي اساسي قانون د اصلاحاتو او د دولتي رهبري بنسټونو د جوړښت په اړه هم بحث شوی دی.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو زیاته کړې چې د دې هېواد پنځه کلن اقتصادي پلان، چې مخکې د کارګر ګوند په کانګرس کې اعلان شوی و، هم تر ارزونې لاندې نیول کېږي.

