
د جنوبي کوریا د ګمرک ادارې د معلوماتو له مخې، چې د تاس خبري اژانس خپاره کړي، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د دې هېواد د خوږو ګاز لرونکو مشروباتو درېیم لوی واردوونکی و.
د راپور له مخې، افغانستان د دې محصولاتو په وارداتو کې ۱۳.۴ میلیونه ډالر مصرف کړي دي، په داسې حال کې چې کمبودیا له ۵۶.۵ میلیونه ډالرو سره په لومړي او روسیه له ۱۹.۱ میلیونه ډالرو سره په دویم ځای کې وه.
دغه شمېرې ښيي چې افغانستان مخکې هم په ۲۰۱۹ کال کې د دغو محصولاتو د لویو واردوونکو په ډله کې درېیم مقام درلود.
همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې افغانستان د ۳.۱ میلیونه ډالرو وارداتو سره یو ځل بیا دویم مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې کمبودیا لومړی او روسیه درېیم ځای کې راغلي دي.
دا معلومات ښيي چې د افغانستان په بازار کې د کوریايي ګاز لرونکو مشروباتو تقاضا لا هم دوام لري.

