
د قطر د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد په اوبو کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله شپږ کسان وژل شوي او یو بل لا هم ورک دی.
دې وزارت په اېکس کې ویلي چې د چورلکې له اوو سپرو څخه د شپږو کسانو جسدونه موندل شوي او د ورک شوي کس د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.
تر دې مخکې د قطر دفاع وزارت ویلي وو چې دا چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.

