
د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د دښمنو عناصرو له خوا ونه کارول شي.
هغه د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی چې «شورشیانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې له افغانستان کې خپلو پناهځایونو څخه د پاکستان امنیت ګډوډ کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان او پاکستان په موقتي اوربند کې دي او د اختر وروسته د نښتو د بیا پیل کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

