
په کندهار کې باخبره سرچینې وایي چې د امریکا له خوا د خپلو بندیانو په اړه وروستیو خبرداریو د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په دفتر کې جدي اندېښنې راپارولي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو مشر په وروستیو ورځو کې له خپلو نږدې کسانو سره څو مشورتي ناستې په همدې موضوع ترسره کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکو څو ځله له طالبانو غوښتي چې امریکايي بندیان خوشې کړي.
د امریکا د ولسمشر د مرستیال سلاکار سباستین ګورکا خبرداری ورکړی چې واشنګټن به «د یرغمل نیونې ډیپلوماسي» ونه مني او تر هغه به فشار ته دوام ورکړي چې خپل اتباع ازاد نه کړي.
هغه ټینګار کړی چې طالبانو ته یو واضح پیغام استول شوی او دا موضوع د امریکا د حکومت په لوړه کچه تعقیبېږي.
سرچینې وایي چې دا خبرداری د طالبانو د مشرتابه په منځ کې د اندېښنې د زیاتېدو سبب شوی دی.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

