
راپورونه ښيي چې د افغانستان اقتصاد سږ کال له څو هممهالو فشارونو سره مخ دی، چې پکې سوداګریزې ګډوډۍ، سیمهییز کړکېچونه، د نفوس زیاتوالی او چاپېریالي ستونزې شاملې دي.
که څه هم نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال لپاره له درې سلنې څخه د زیات اقتصادي ودې وړاندوینه کړې، خو شنونکي وایي چې دا شمېر د واقعي وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي.
د تحلیل له مخې، د نفوس د چټک زیاتوالي او دا چې له ۷۰ سلنې څخه ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، افغانستان ته شاوخوا ۱۰ سلنه اقتصادي ودې ته اړتیا ده څو د خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون راشي.
په همدې اساس، وړاندوینه شوې درې سلنه وده د اقتصادي بیا رغونې نښه نه، بلکې یوازې د اقتصادي زوال د ورو کېدو په توګه ارزول کېږي.

