
د اسرائیل پوځ ویلي چې ایران د وروستیو کړکېچونو له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره یو اوږد واټن لرونکی توغندی توغولی چې شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره واټن لري.
په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دا توغندی کولای شي د اروپا لویو ښارونو لکه لندن، پاریس او برلین ته ورسېږي.
اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې ایران د دې ډول وړتیاوو پر پراختیا کار کوي او خبرداری یې ورکړی چې د اروپا، اسیا او افریقا ځینې برخې د دې توغندیو تر پوښښ لاندې راتلای شي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د وروستیو نښتو پر مهال د ایران د توغندیز پروګرام د پرمختګ نښې لیدل شوې دي.
ایران مخکې دا ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وو چې دومره واټن لرونکي توغندي نه جوړوي.

