
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران پر ضد د بریدونو په شلمه ورځ ادعا کړې چې د دې هېواد د نظام د سقوط نښې څرګندې شوې دي.
هغه په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ایران کې د قوماندې او کنټرول جوړښت له ګډوډۍ سره مخ دی او د امریکا او اسرائیل بریدونه یې «مثبت» وبلل.
نتانیاهو ویلي: «د ایران د رژیم د سقوط ډېرې نښې لیدل کېږي.»
هغه زیاته کړه چې نه شي ویلی دا به کله رامنځته شي، خو ټینګار یې وکړ چې هڅې روانې دي څو دغه وضعیت رامنځته شي.
د اسرائیل لومړي وزیر همدارنګه ادعا وکړه چې که څه هم ښايي د ایران حکومت پاتې شي، خو ډېر کمزوری به شي.
نوموړي د ایران دننه د اختلافاتو، د پوځي ځواکونو ترمنځ د وېري او د متضادو امرونو د شتون خبره هم وکړه او دا یې د حاکمیت د کمزورۍ نښه وبلله.
هغه په پای کې د ایران له خلکو وغوښتل چې له اوسني وضعیت څخه د حکومت د کمزوري کولو لپاره استفاده وکړي.

