نتانیاهو: علي لاریجاني او د بسیج مشر مو په برید کې وژلي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې چې د دې هېواد پوځ د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي علي لاریجاني او د بسیج سازمان مشر غلامرضا سلیماني په یوه برید کې په نښه کړي او وژلي دي.

نتانیاهو ویلي چې دا برید د سه‌شنبې په سهار ترسره شوی دی.

هغه ادعا کړې چې علي لاریجاني د هغو کسانو له ډلې و چې د هغه په وینا «ایران اداره کوي» او همدارنګه د بسیج قوماندان هم په همدې عملیاتو کې وژل شوی دی.

تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د برید د ځای او څرنګوالي په اړه نور جزییات هم نه دي خپاره شوي.

دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د اسرائیل او ایران ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

Exit mobile version