
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې اسرائیل تر هغه وخته چې بنیامین نتانیاهو په واک کې وي، تل د نوي دښمن د موندلو هڅه کوي.
د راپورونو له مخې، فیدان دا څرګندونې له رسنیو سره په خبرو کې کړې او ویلي یې دي چې اسرائیل د خپلو سیاسي او پوځي اهدافو د پرمخ وړلو لپاره تل یو هېواد د دښمن په توګه معرفي کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د سوریې په اړه د اسرائیل پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر پوځي تأسیساتو بریدونه او د سوریې د جنوب ځینې برخې نیول ښيي چې د اسرائیل هدف د سیمې پراخول دي، نه امنیت.
فیدان ټینګار کړی چې تر هغه چې اسرائیل خپل اوسنی سیاست بدل نه کړي، په منځني ختیځ کې به جګړې او کړکېچونه دوام ومومي.

