
په بریتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو غړو د افغانستان پر ضد د پاکستان د وروستیو بریدونو پر وړاندې اعتراض کړی او دا بریدونه یې «وحشیانه» بللي دي.
د دې غورځنګ غړو او یو شمېر افغانانو چې په بریتانیا کې ژوند کوي، د لندن په ښار کې لاریون وکړ او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکړل.
معترضانو ویلي چې د پاکستان دا اقدامات د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو خلاف دي او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د افغان ملکي وګړو امنیت خوندي کړي او پر اسلاماباد فشار واچوي څو دا بریدونه سمدستي ودروي.
په لاریون کې ویل شوي چې پر ملکي وګړو برید د بشریت پر ضد جرم دی او باید د هغوی امنیت تضمین شي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ویلي وو چې د ننګرهار په بهسود او خوږیاڼي ولسوالیو کې د پاکستان د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو هم پاکستان تورن کړی چې په دغو بریدونو کې یې ملکي وګړي په نښه کړي، خو د پاکستان پوځ ویلي چې د وسلوالو ډلو پر پوستو یې بریدونه کړي دي.

