
د نجونو د زدهکړو فعاله او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزي د ملګرو ملتونو په مراسمو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو منظم حذف باید د «جنسیتي اپارتاید» په توګه وپېژندل شي.
هغې دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د ښځو د مقام د کمېسیون د اویایمې غونډې د پرانیستې پر مهال وکړې او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې د افغانستان د نجونو تر څنګ ودریږي.
ملالې د جګړو او تاوتریخوالي له امله د ماشومانو او کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په وروستیو کلونو کې یې هېڅکله دومره ډېر ماشومان د جګړو له امله په کړاو کې نه دي لیدلي.
هغې زیاته کړه چې عدالت باید په انتخابي ډول تطبیق نه شي او د نړیوالو قوانینو له مخې د زدهکوونکو د وژلو پېښې د جګړې جنایت بلل کېږي.
ملاله یوسفزي همدارنګه وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي.
