
د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستان یوه بېپیلوټه الوتکه یې د افغانستان په ختیځ کې نسکوره کړې ده.
د دې وزارت په وینا، دغه بېپیلوټه الوتکه د کشفي ماموریت لپاره د افغانستان هوايي حریم ته داخله شوې وه او د ننګرهار د لعلپور ولسوالۍ په سیمه کې ویشتل شوې ده.
د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې اوس یوولسمې ورځې ته داخلې شوې دي.
هممهاله ځینو سرچینو راپور ورکړی چې د پاکستان جنګي الوتکو په وروستیو ورځو کې د افغانستان په څو ولایتونو، په ګډون کابل، کې د طالبانو ځینې مواضع په نښه کړي دي.

