
د د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبان سره مالي مرستې ودروي او د افغانستان د ښځو وضعیت د یو «فوري اخلاقي او بشري بحران» په توګه وڅېړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان ښځې د خپل تاریخ له تر ټولو سختو پړاوونو سره مخ دي او د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه، لکه له زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومیت، د ښځو د حذفولو یوه منظم بهیر ګرځېدلی دی.
یاد بنسټ وایي ښځې نه یوازې له بنسټیزو حقونو بېبرخې دي، بلکې له رواني فشارونو، سپکاوي او جوړښتي تاوتریخوالي سره هم مخامخ دي.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او دا موضوع د نړیوالو پالیسیو په لومړیتوب کې ځای کړي.
