
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري پرته له ځنډه روانه ده.
د ایران د سفارت د خبرپاڼې له مخې، بیکدلي ویلي چې د ایران حکومت په سرحدي تېرېدونکو لارو کې ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړې څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو بهیر اسانه شي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان او ایران اقتصادي همکاري په تېرو ۴۸ کلونو کې د جګړو او بهرنیو لاسوهنو له امله نه ده درېدلې.
د نوموړي په وینا، د ایران ډیپلوماتیک استازي هڅه کوي څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو ملاتړ وکړي او د دوهاړخیزې سوداګرۍ بهیر روان وساتي.
