
د فرانسوي شرکت Le Pacte د افغان فلم جوړوونکې چابنا زریاب لومړی اوږد فلم «کله چې د زنګونو غږ واوري» د اروپا د فلم بازار ته وړاندې کړی دی.
په دې فلم کې نامتو ایراني اداکاره گلشیفته فراهاني مرکزي رول لوبوي. د کیسې پېښې د ۲۰۲۱ کال پر مهال د کابل د سقوط له ورځې سره تړاو لري. د فلم ځینې برخې د افغانستان دننه فلمبرداري شوې دي او اوس د تولید له وروستي پړاو څخه تېرېږي.
په فلم کې فراهاني د «لیلا» په نوم د یوې کونډې ښځې رول لوبوي چې په کابل کې په یوه پخلنځي کې کار کوي، خو وروسته پوهېږي چې دا ځای د هلکانو د ناوړه استفادې لپاره کارول کېږي. د کیسې په دوام کې هغه هڅه کوي چې د طالبانو د راتګ له وړاندې د دغو هلکانو یوې ډلې ته د هېواد څخه د تېښتې زمینه برابره کړي.
د فلم سناریو چابنا زریاب له خپلې خور پرنده زریاب سره ګډه لیکلې ده. نوموړې وایي د دې فلم موخه د «بچهبازي» پدیدې او د افغانستان د ښځو د ژوند د واقعیتونو څرګندول دي.
