
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې اوکراین د متحده ایالات امریکا د غوښتنې په ځواب کې چمتو دی چې په منځنی ختیځ کې د «شاهد» بېپیلوټه الوتکو پر ضد ملاتړ وړاندې کړي.
زلنسکي په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې واشنګټن له اوکراینه غوښتنه کړې څو د «شاهد» بېپیلوټه الوتکو پر وړاندې د ساتنې په برخه کې مشخص ملاتړ برابر کړي.
هغه زیاته کړه چې د دې غوښتنې له مخې یې امر کړی څو اړین تجهیزات برابر شي او هغه اوکرایني متخصصان سیمې ته واستول شي چې د امنیت په ټینګښت کې مرسته کولی شي.
د اوکراین ولسمشر ټینګار وکړ چې اوکراین له هغو شریکانو سره مرسته کوي چې د دغه هېواد د امنیت او د خلکو د ژوند د ساتنې ملاتړ کوي.
