
د د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې له پوځي ټکره ډډه وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي مسکو د هغو راپورونو له امله اندېښمن دی چې پکې د سرحدي سیمو په بېلابېلو برخو کې د الوتکو او درنو وسلو په کارولو سره د وسلهوالو نښتو یادونه شوې ده.
هغې زیاته کړه چې په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو تلفات راپور شوي او ملکي وګړي هم زیانمن شوي دي، چې د ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال هم پکې شامل دي.
روسیې له طالبان او پاکستان څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او خپلې ستونزې د متقابل درناوي او ډیپلوماتیکو لارو له لارې حل کړي.
