
ځایي سرچینې وايي چې پاکستان په تازه هوايي بریدونو کې د طالبان څو پوځي پوستې په کندهار ولایت کې په نښه کړې دي.
د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې د طالبانو هوايي لوا، د سرحدي پولیسو درېیم کندک او د ۲۰۵ البدر قول اردو ځینې برخې هدف ګرځېدلې دي.
سرچینې زیاتوي چې د سپین بولدک ولسوالۍ په ځینو سیمو کې لږ تر لږه څلور تنه، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، وژل شوي دي. همدارنګه د پاکستان جنګي الوتکو الوتنې یو ځل بیا د سپین بولدک پر فضا پیل شوې دي.
تر اوسه طالبانو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې اوومې ورځې ته داخلې شوې دي. طالبان ادعا کوي چې په دغو نښتو کې له ۱۵۰ ډېر پاکستانی پوځیان وژل شوي، او پاکستان وایي له ۳۵۰ ډېر طالبان وژل شوي دي؛ خو دا شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
