په بلوچستان کې پر سړک جوړوونکو کارګرانو برید؛ څلور کسان ووژل شول

IMG 8952

د پاکستان د بلوچستان ایالت په سرانان سیمه کې پر یوه سړک جوړوونکې پروژه د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې څلور کارګران وژل شوي دي.

د پاکستان پولیس وایي، وژل شوي کارګران له پنجاب څخه بلوچستان ته د کار لپاره تللي وو او د دوشنبې په ورځ سرانان ته څېرمه د وسله‌والو له لوري پرې ډزې وشوې.

د پولیسو په وینا، وسله‌وال په موټرسایکلونو د کارګرانو د کار ځای ته ورغلي او پر هغوی یې ډزې کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په سرانان سیمه کې په تېرو درېیو ورځو کې دویم ورته برید دی. د جمعې په ورځ هم وسله‌والو په دې سیمه کې یوه پولیس پوسته نیولې او وروسته یې الوځولې وه.

د راپورونو له مخې، وسله‌والو له پوستې ته تر ننوتلو وروسته پولیس سرتېري یرغمل کړل او د ودانۍ اسناد او تجهیزات یې ویجاړ کړل. هغوی وروسته په بېلابېلو برخو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړل او پوسته یې الوځوله.

په دې پېښه کې څوک نه وو وژل شوي او نه هم ټپیان شوي، خو پوسته سخته زیانمنه شوې وه.

د پاکستان پولیسو همداراز ویلي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې په جلا پېښو کې اته کسان وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د وسله‌والو بریدونو زیاتوالی په داسې حال کې دوام لري چې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ د میاشتني ارزونې له مخې، په تېره میاشت کې د دې ایالت امنیتي وضعیت په څرګند ډول خراب شوی دی.

د دې راپور له مخې چې د زمري په ۱۰مه خپور شوی، په بلوچستان کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۹ تنو په غبرګولي کې ۳۷۲ تنو ته په چنګاښ کې لوړ شوی چې ۲۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

په همدې موده کې د امنیتي ځواکونو تلفات له شپږو څخه ۶۲ تنو، د وسله‌والو وژل شوي کسان له ۷۵ څخه ۲۳۸ تنو او د ملکي وګړو تلفات له ۲۸ څخه ۵۴ تنو ته لوړ شوي دي.

همداراز په دې ایالت کې د سولې د کمېټو ۱۸ غړي هم وژل شوي دي.

Exit mobile version