د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د رسمي سفر لپاره تهران ته ځي

IMG 8806

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به د دوشنبې په ورځ د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.

د بقايي په وینا، دغه سفر د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو د دوام په موخه ترسره کېږي.

د پاکستان د پوځ مشر به د خپل سفر پر مهال د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.

تر اوسه د عاصم منیر د لیدنو د اجنډا او د دې سفر پر مهال د بحث کېدونکو موضوعاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

Exit mobile version