ایران د عراق یو شمېر تېل وړونکو بېړیو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو اجازه ورکړې

IMG 8757 1024x682

د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د عراق د حکومت له غوښتنې وروسته، ایران د دغه هېواد یو شمېر تېل وړونکو بېړیو ته د هرمز له تنګي د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

د ایرنا د شنبې ورځې، د زمري ۳۱مې، د راپور له مخې، بغداد له تهران څخه د محمدباقر قالیباف، د ایران د مجلس د رئیس، د عراق د سفر پر مهال د هرمز له تنګي څخه د عراقي نفت‌کشونو د تېرېدو د ځانګړې اجازې غوښتنه کړې وه.

ایرنا ویلي چې د عراق د پارلمان رئیس له قالیباف سره په لیدنه کې د دې اجازې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هرمز له تنګي څخه د عراق د تېلو د صادراتو د تېرېدو له امله باید د دغه هېواد د اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره اقدام وشي.

د کپلر مؤسسې د شمېرو له مخې، هند، چین او سویلي کوریا د عراق د تېلو له مهمو پېرودونکو څخه دي او د دغو بازارونو ته د عراق د تېلو صادرات تر ډېره د هرمز له تنګي پر مسیر پورې تړلي دي.

د عراق د کلنۍ بودجې شاوخوا ۹۰ سلنه عواید هم د خامو تېلو له صادراتو څخه ترلاسه کېږي.

د عراق د تېلو وزیر تر دې وړاندې ویلي وو چې د هرمز له تنګي له تړل کېدو وروسته، د دغه هېواد د تېلو صادرات څه باندې ۷۵ سلنه کم شوي دي.

ایران تر دې وړاندې هم د عراق یو شمېر نفت‌کشونو ته د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي برید له پیل وروسته، ویلي وو چې عراق له هغو هېوادونو څخه دی چې د جګړې پر مهال یې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازه ترلاسه کړې ده.

عراقچي هغه مهال ویلي وو چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول د دوستو هېوادونو، لپاره له دې اوبو لارې څخه د خوندي تېرېدو زمینه برابره کړې وه. هغه چین، روسیه، پاکستان او عراق د دغو هېوادونو په توګه یاد کړي وو.

عراق ته د نفت‌کشونو لپاره د ځانګړې اجازې ورکول په داسې حال کې دي چې د هرمز له تنګي څخه د تګ راتګ محدودیتونو د عراق د تېلو صادرات او د اسیايي بازارونو ته د دغه هېواد لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

Exit mobile version