ایران ملګرو ملتونو ته: صنعا ته زموږ الوتنې بشري موخې لري، پوځي انتقال نه ترسره کوي

IMG 7872 1024x577

په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولۍ مرستیال غلامحسین درزي د ایران د سوداګریزو الوتنو له لارې یمن ته د پوځي ځواکونو یا تجهیزاتو د لېږد ادعا رد کړې ده.

درزي د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا دوره‌یي رئیس ته په یوه لیک کې د یمن په بې ثباته کولو کې د ایران د رول او صنعا ته د ایراني الوتنو له لارې د پوځي فعالیتونو په اړه د امریکا ادعاوې رد کړې دي.

هغه د صنعا پر هوايي ډګر د اوږدمهاله محدودیتونو بشري پایلو ته په اشاره ویلي چې د ایران الوتنې صنعا ته د «بشري موخو» لپاره ترسره کېږي.

د ایران دا دریځ په داسې حال کې مطرح شوی چې د تهران او په عدن کې د مېشت یمن حکومت ترمنځ د صنعا ته د ایراني الوتنو پر سر اختلاف لا هم دوام لري.

شاوخوا یوه میاشت مخکې، د عدن مېشت یمن حکومت، چې د سعودي عربستان ملاتړ ورسره دی، د ماهان هوايي شرکت د یوې الوتکې د صنعا په هوايي ډګر کې د ښکته کېدو د مخنیوي لپاره د دغه ښار نړیوال هوايي ډګر په نښه کړ.

د یمن حکومت صنعا ته د ایراني الوتنو د خپل هوايي حریم سرغړونه بولي، خو له ایران سره متحد حوثیان د صنعا پر هوايي تګ راتګ محدودیتونه غیرقانوني ګڼي.

ایران او حوثیانو ټینګار کړی چې صنعا ته به د ایران الوتنې دوام ولري.

تهران په خپل لیک کې ملګرو ملتونو ته ویلي چې دغه الوتنې بشري ماهیت لري او د ایران د سوداګریزو الوتنو له لارې یې د پوځي ځواکونو یا پوځي تجهیزاتو لېږد رد کړی دی.

خو د دغو الوتنو د ماهیت او اصلي موخو پر سر اختلاف په داسې حال کې دوام لري چې یمن لا هم د حوثیانو او په عدن کې د مېشت حکومت ترمنځ له شخړې سره مخ دی.

له دې سره هم‌مهاله، د ایران او د هغه د سیمه‌ییزو سیالانو ترمنځ پراخه سیالي او تقابل هم د یمن پر وضعیت اغېز لري.

Exit mobile version