پوتین او پزشکیان ټیلیفوني خبرې وکړېروسیه د سیاسي حل ملاتړ اعلان کړ

IMG 4429 1024x683

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، دواړو مشرانو د پاکستان د وروستیو مذاکراتو پایلې ارزولي او د سیمې پر وضعیت یې بحث کړی دی.

پوتین ویلي چې روسیه چمتو ده د ایران اړوند کړکېچ لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیک حل په موندلو کې مرسته وکړي.

له بلې خوا، پزشکیان د روسیې له دریځه مننه کړې او د دې هېواد د بشري مرستو ستاینه یې کړې ده.

دواړو خواوو همداراز د خپلو اړیکو د پیاوړتیا او د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخېدو پر دوام ټینګار کړی دی.

Exit mobile version