د ایران د پارلمان رئیس د واشنګټن د سیاستونو پر وړاندې توند غبرګون وښود

IMG 7529

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمدباقر قالیباف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د واشنګټن سیاستونه «تکراري نمایشي ډیپلوماسي» وبلل او ویې ویل چې د ګواښ، زور او جعلي خبرونو کارول یوه ناکامه تګلاره ده.

قالیباف د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس‌پاڼې کې ولیکل: «ستر برید په لاره دی… انتظار وکړئ، له پامه یې وغورځوئ، هغوی غواړي خبرې وکړي؛ دا هماغه نمایشي ډیپلوماسي ده چې بیا او بیا تکرارېږي.»

د ایران د پارلمان رئیس ټینګار وکړ چې واشنګټن باید واقعیتونه ومني او خپلو ژمنو ته عمل وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ نورو نمایشونو ته اړتیا نه لرو.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه امریکا د ایران پر ضد د یوه ډېر پراخ برید د ترسره کولو په درشل کې وه، خو د هغه په وینا، د تهران له خوا د خبرو د دوام غوښتنې وروسته دغه عملیات ودرول شول.

ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو ادعاوو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو تماسونو او خبرو بشپړ جزئیات لا هم په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

Exit mobile version