بقایي: د هرمز د کښتۍ‌لارې پر مختصاتو توافق شوی، خو د امنیت تضمین یوازې په دې تفاهم نه کېږي

IMG 7464

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران او مسقط د هرمز تنګي د کښتۍ‌تګ راتګ د جغرافیایي مسیر پر مختصاتو تفاهم ته رسېدلي او د دواړو هېوادونو د ګډې اعلامیې مسوده اوس په وروستي پړاو کې ده.

بقایي د چهارشنبې په ورځ وویل، که «ځینې درېیم لوري» خنډ رامنځته نه کړي، د ایران او عمان ګډه اعلامیه به له وروستي کېدو وروسته خپره شي. هغه ټینګار وکړ چې د تهران او مسقط ترمنځ دا تفاهم په یوازې ځان د هرمز تنګي د کښتۍ‌تګ راتګ امنیت نه شي تضمینولای.

رویټرز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د وړاندیز شوې طرحې له مخې، فارس خلیج ته د کښتیو د ننوتلو مسیر به د ایران تر کنټرول لاندې او د وتلو مسیر به د عمان تر کنټرول لاندې وي، خو لا هم ځینې مهم جزئیات نهايي شوي نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې ښايي د دې ستراتیژیکې سمندري لارې د بیا پرانیستې توافق په راتلونکو څو ورځو کې وروستی شي او زیاته یې کړه چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

په ورته وخت کې، اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې د ایران او عمان د مذاکره کوونکو له خوا د توافق مسوده چمتو شوې او اوس د ایران د لوړپوړو چارواکو وروستي تأیید ته په تمه ده.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې هرمز تنګی د نړۍ د نفتو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د دې اوبو لارې د مدیریت په اړه هر ډول توافق یا خنډ کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

Exit mobile version