امام‌علي رحمان: منځنۍ اسیا دې د انرژۍ د امنیت لپاره سترې د تېلو چاڼ‌خونې جوړې کړي

IMG 7747

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان، د نړیوالو انرژۍ بازارونو د بدلونونو په یادولو سره، د منځنۍ اسیا له هېوادونو وغوښتل چې د سیمې د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا لپاره سترې د تېلو چاڼ‌خونې جوړې کړي.

رحمان دغه وړاندیز د قرغیزستان په کوربه‌توب د منځنۍ اسیا د هېوادونو او اذربایجان د مشرانو په مشورتي غونډه کې وکړ او ویې ویل چې د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو اوسني شرایط د تېلو د تصفیې د زیربناوو پراختیا یوه مهمه اړتیا ګرځېدلې ده.

هغه د ترانسپورټي او لوژستیکي دهلېزونو پراختیا، د انرژۍ او صنعت په برخو کې همکاري، ډیجیټلي کېدل او د خوړو خوندیتوب د سیمې د هېوادونو له مهمو ګډو لومړیتوبونو څخه وبلل.

د تاجکستان ولسمشر همدارنګه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د فرهنګي او بشري اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول همکارۍ کولای شي متقابل باور او دوستانه اړیکې لا پیاوړې کړي.

رحمان د خپلو خبرو په بله برخه کې د جیوپولیټیکي کړکېچونو او د نړیوالو اړیکو په نظام کې د روانو بدلونونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د نوو امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې د سیمې د هېوادونو د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې له لوري منځنۍ اسیا ته د زیاتېدونکي پام فرصت باید د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جذب او د نوې ټکنالوژۍ د لېږد لپاره وکارول شي.

تاجکستان اوس مهال د خپلو اړتیاوو ډېره برخه د روسیې او قزاقستان د نفتي او ګازي محصولاتو له وارداتو پوره کوي. د دغه هېواد چارواکي باور لري چې د نویو چاڼ‌خونو جوړول به د سون‌توکو پر وارداتو تکیه راکمه او د سیمې د انرژۍ امنیت به پیاوړی کړي.

Exit mobile version