سرچینې وایي، د اندراب په قاسان دره کې د طالبانو کور په کور تلاشي روانه ده

IMG 7440

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د وروستي راکټي برید له وروسته د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ د قاسان درې په کورونو کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

د سیمې د یوه اوسېدونکي په وینا، دغه پلټنې د دوشنبې ورځې له سهار څخه پیل شوې او د طالبانو ښځینه ځواکونه هم پکې برخه لري. یوې بلې ځايي سرچینې هم د قاسان درې په کورونو کې د پلټنو پیل تایید کړی دی.

د سرچینو په وینا، دا اقدام څو ورځې وروسته له هغه ترسره شو چې د طالبانو مخالفو وسله‌والو د څو راکټونو په وسیله د دغې ډلې پوستې په سیمه کې په نښه کړې.

د راپورونو له مخې، د زمري میاشتې د درېیمې نېټې د شنبې شپې پر مهال د قاسان درې د کاسه‌تراش کلي د طالبانو پر یوې پوستې څو راکټونه وتوغول شول او ورپسې د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته نښتې دوام وکړ.

ځايي سرچینو تر اوسه د دغو نښتو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا مالي زیان په اړه جزییات نه دي خپاره کړي.

تلویزیون نیمروز نه شي کولای د دغو ادعاوو خپلواکه تایید وکړي. طالبانو هم د دې خبر تر خپرېدو پورې د قاسان درې د کور په کور پلټنو د راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

Exit mobile version