راپور: پاکستان له امریکا د ۱۰ میلیارده ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې

IMG 7163

رویټرز خبري اژانس، د یوه باخبره سرچینې په حواله، راپور ورکړی چې پاکستان د خپلو بهرنيو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او پر اقتصاد د فشار د کمولو لپاره له متحده ایالاتو څخه د ۱۰ میلیارده ډالرو مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، اسلام‌اباد د «د تبادلې د نرخ د ثبات د دوه‌اړخیز ملاتړ اسانتیا» په نوم د یوه مالي میکانیزم وړاندیز کړی چې ارزښت یې ۱۰ میلیارده ډالر دی او د بېرته ورکړې موده یې تر پنځو کلونو پورې غځېدلی شي. ویل کېږي چې د دې طرحې موخه د بهرنيو اسعارو د زېرمو زیاتول، د پاکستانۍ روپۍ پر ارزښت د فشار کمول او پر بهرنیو پورونو د هېواد د اتکا راکمول دي.

دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې پاکستان له څو کلونو اقتصادي ستونزو، د بهرنيو اسعارو د زېرمو له کمښت او پر نړیوالو مالي مرستو له لوړې اتکا وروسته، د خپل اقتصاد د لا ډېر ثبات په لټه کې دی. د اقتصادي شنونکو په وینا، د ایران د جګړې اړوند خبرو کې د اسلام‌اباد منځګړیتوب ښايي د امریکا او نورو نړیوالو شریکانو د اقتصادي ملاتړ د ترلاسه کولو هیلې زیاتې کړې وي.

پاکستان دا مهال د پیسو نړیوال صندوق (آی‌اېم‌اېف) د اووه میلیارده ډالرو د پروګرام لاندې دی؛ هغه پروګرام چې له اقتصادي اصلاحاتو، د مالیاتو له لوړولو او د دولتي لګښتونو له کمولو سره تړاو لري. دغه هېواد په ۲۰۲۳ کال کې هم د آی‌اېم‌اېف د درې میلیارده ډالرو بیړنۍ مرستې په ترلاسه کولو سره د خپلو بهرنیو پورونو د نه ورکړې له خطره وتلی و.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په لیدنه کې د بهرنيو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا، نړیوالو پانګه‌والو بازارونو ته د پاکستان د لاسرسي، د هېواد د اعتباري درجې د ښه کولو او د سیمه‌ییزو جیوپولیټیکي بدلونونو پر وړاندې د اقتصاد د زیان‌مننې په اړه خبرې کړې دي.

سره له دې چې پاکستان له نړیوالو مالي مرستو برخمن شوی، د دغه هېواد اقتصاد لا هم د پورونو د تمدید او د چین، سعودي عربستان او نورو متحدانو د مالي ملاتړ پر دوام تکیه لري. د راپور له مخې، پاکستان په اپرېل میاشت کې متحده عربي اماراتو ته شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالر بېرته ورکړي، او په همدې وخت کې سعودي عربستان د درې میلیارده ډالرو نوی مالي ملاتړ هم ورسره کړی دی.

تر اوسه د امریکا د خزانې وزارت د رویټرز د دې راپور په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او د پاکستان د مالیې وزارت هم کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. له همدې امله، د پاکستان د ۱۰ میلیارده ډالرو د مالي مرستې غوښتنه لا تر اوسه یوازې د رویټرز د راپور او د یوه باخبره سرچینې پر معلوماتو ولاړه ده او دواړو حکومتونو یې رسمي تایید نه دی کړی.

Exit mobile version