ملګري ملتونه او روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي؛ په وینزویلا کې د وبایي ناروغیو خطر مخ په زیاتېدو دی

IMG 6897

د امریکا د وچې د روغتیا سازمان خبرداری ورکړی چې د پاکو څښاک اوبو کمښت، په موقتي کمپونو کې د خلکو ګڼه‌ګوڼه، د روغتیايي خدمتونو ګډوډي او د واکسیناسیون د پوښښ کمېدل د وینزویلا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر په بې‌ساري ډول لوړ کړی دی.

د دې سازمان مشر جارباس باربوسا ویلي، په راتلونکو اوونیو کې تر ټولو لوی ګواښ به د پاکو اوبو نشتوالی، د روغتیايي خدمتونو کمزوري، د واکسیناسیون ټیټه کچه او په بېړنیو کمپونو کې د خلکو ډېره ګڼه وي. د هغه په وینا، دا وضعیت کولی شي د تنفسي، هاضمې او نورو ساري ناروغیو د پراخېدو زمینه برابره کړي.

ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې د رواني او ټولنیز ملاتړ ځانګړي ټیمونه، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د مرستې لپاره، زلزله‌ځپلو سیمو ته استول شوي دي. همدارنګه، د امریکا د وچې د روغتیا سازمان د وینزویلا د روغتیا وزارت په همکارۍ په زیانمنو سیمو کې د ناروغیو څارنه او بېړني روغتیايي خدمتونه پراخ کړي دي.

د دې سازمان د بېړنیو روغتیايي حالتونو مشر سیرو اوګارته ویلي، د وینزویلا روغتیايي نظام د کلونو اقتصادي بحران له امله سخت کمزوری شوی او د ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکو کډوالۍ د بحران د مدیریت وړتیا لا نوره هم راټیټه کړې ده. د هغه په وینا، ډېر روغتیايي مرکزونه چې د بېړنیو پېښو لپاره نه وو جوړ شوي، اوس د ټپیانو د درملنې لپاره چمتو شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د نړیوالو مرستو، له نورو سیمو څخه د روغتیايي پرسونل د استولو او د صحرایي روغتونونو د جوړېدو له امله د درملنې وضعیت تر یوه بریده ښه شوی دی.

په وینزویلا کې د امریکا د وچې د روغتیا سازمان سرپرست آرماندو ده نګري ویلي، د لا ګوایرا ایالت، چې تر ټولو ډېر زیان یې لیدلی، شاوخوا ۳۰۰ قربانیان پرته له دې چې هویت یې وپېژندل شي، خاورو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، د راتلونکې پېژندنې لپاره د هغوی معلومات او جنیټیکي نمونې ساتل شوې دي.

د وینزویلا چارواکو ویلي، د چنګاښ د درېیمې نېټې د ۷.۲ او ۷.۵ درجې زلزلو د مړو شمېر ۳ زره او ۸۸۹ کسانو ته رسېدلی، له ۱۶ زره او ۷۴۰ ډېر کسان ټپیان شوي او نږدې ۱۷ زره او ۹۰۰ کسان بې‌کوره شوي دي. ډېری بې‌ځایه شوي کسان د لا ګوایرا ایالت او د کاراکاس په شاوخوا کې په څه باندې ۸۰ موقتي کمپونو کې مېشت دي.

دغه زلزلې د وینزویلا د وروستیو لسیزو له مرګونو طبیعي پېښو څخه ګڼل کېږي او زرګونه کورونه، روغتونونه، ښوونځي، سړکونه او عامه تأسیسات یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

ملګرو ملتونو د بیړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۳۰۰ میلیون ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. په ورته وخت کې، د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې د قربانیانو شمېر ښايي له ۱۰ زرو کسانو هم واوړي؛ که دا اټکل رښتیا شي، دا زلزله به د لاتینې امریکا د تېرو سلو کلونو له تر ټولو مرګونو طبیعي پېښو څخه وشمېرل شي.

Exit mobile version