د امریکا د دفاع وزیر اسرائیل ته ځي؛ د ایران له کړکېچ سره هممهاله مهم سفر

IMG 6830

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې اسرائیل ته ولاړ شي او هلته د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د سیمه‌ییز امنیت او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړي. دا سفر په داسې وخت کې پلان شوی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د راپور له مخې، هېګسېت به د اسرائیل له لومړي وزیر او دفاع وزیر سره وګوري. ویل کېږي، د دې سفر له مهمو موضوعاتو څخه به یوه هم د ترکیې د احتمالي اف-۳۵ جنګي الوتکو د پلور په اړه د اسرائیل د اندېښنو راکمول وي.

خو سي‌اېن‌اېن ویلي، لا هم روښانه نه ده چې د امریکا د وروستیو بریدونو له امله به د دې سفر په مهالوېش کې بدلون راشي او که نه.

دا راپور وروسته له هغې خپور شوی چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان وکړ، امریکايي ځواکونو د هغو بریدونو په ځواب کې چې د دوی په وینا ایران د هرمز تنګي په درېیو سوداګریزو بېړیو ترسره کړي وو، په ایران کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه کړي دي.

سینټکام دغه بریدونه «بې‌دلیله، خطرناک او د اوربند ښکاره نقض» بللي، خو د عملیاتو د ځای او زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په مقابل کې، ایراني چارواکو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د ایران دولتي رسنیو د هېواد په جنوب کې د سیریک ولسوالۍ د څو چاودنو خبر ورکړی، پرته له دې چې د چاودنو د علت په اړه معلومات وړاندې کړي.

د امریکا د دفاع وزیر احتمالي سفر، که ترسره شي، ښايي د واشنګټن او تل‌ابیب ترمنځ د امنیتي او پوځي همغږۍ د لا پیاوړتیا نښه وي. خو د دې سفر وروستۍ پایلې به تر ډېره د روانو پوځي تحولاتو او د سیمې د امنیتي وضعیت له بدلونونو سره تړلې وي.

Exit mobile version