حقاني: ناامنۍ د افغانستان روغتیايي خدمتونه زیانمن کړي

IMG 6869

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وایي، په تېرو کلونو کې ناامنۍ د افغانستان په ګڼو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له جدي خنډونو سره مخ کړي او لا هم ډېر افغانان اساسي روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

حقاني د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۱۴مه، د روغتیا نړیوال سازمان له سیمه‌ییزې چارواکې حنان بلخي او مل پلاوي سره په لیدنه کې وویل چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډې همکارۍ اړینې دي او سیاسي ملاحظې باید د بشري او روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو خنډ نه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا، د نړیوالو روغتیايي همکاریو د پراختیا، له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ او د پولیو واکسین د پروګرامونو د تطبیق په اړه خبرې وشوې.

په دې غونډه کې د ملک سلمان د بشري مرستو بنسټ استازي، د یونیسف سیمه‌ییز دفتر مشر او د متحده عربي اماراتو او قطر سفیرانو هم ګډون درلود.

سره له دې چې حقاني د تېرو ناامنیو اغېزې یادې کړې، طالبان د خپلې وسله‌والې جګړې پر مهال د ګڼو روغتیايي مرکزونو د تړلو او د روغتیايي فعالیتونو د محدودولو له امله هم له نیوکو سره مخ وو. د سوېډن کمېټې په ۲۰۱۹ کال کې ویلي وو چې طالبانو په میدان وردګو ولایت کې ۴۲ روغتیايي کلینیکونه تړلي وو، او وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دغو کلینیکونو تړل تایید کړي وو.

د دغو حملو ترڅنګ، د طالبانو او د پخواني حکومت د ځواکونو ترمنځ سختو جګړو هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالیتونه اغېزمن کړي وو او زرګونه کسان یې له اساسي درملنې بې‌برخې کړي وو.

په همدې حال کې، د دې لیدنې یو بل اړخ هم د پام وړ و. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د حقاني او حنان بلخي ګډ انځور خپور کړ، خو د طالبانو ملي ټلوېزیون د همدې خبر په خپرولو کې د حنان بلخي انځور سانسور کړ. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده د امر بالمعروف د قانون له مخې د ښځو او نورو ژوندي موجوداتو د انځورونو د نه خپرېدو لارښوونه کړې، خو د طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي، لکه سراج‌الدین حقاني او ملا عبدالغني برادر، په ځینو مواردو کې له دې تګلارې سرغړونه کړې ده.

Exit mobile version