ټرمپ: ایران په بېړه له امریکا سره د هوکړې غوښتونکی دی

IMG 6763

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې د مراسمو د پیل پر مهال، د راشمور په غره کې په وینا کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت «په بېړه» له واشنګټن سره د هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

ټرمپ وویل: «موږ یوازې ځکه چې ښه خلک یو، هغوی ته مو یوه اوونۍ وخت ورکړ څو د جنازې مراسم ترسره کړي.» هغه همدارنګه ادعا وکړه: «موږ وینزویلا په یوه ورځ ماته کړه او ایران مو هم سخت وځپه.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په تهران کې د علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته د سپارلو د یوې اوونۍ مراسم پیل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه مراسم د مجتبی خامنه‌یي او د پخواني مشر د نورو زامنو له حضور پرته پیل شوي دي.

د اېن‌بي‌سي نیوز د یوه ایراني چارواکي او یوه منځني ختیځ ډیپلومات له قوله راپور ورکړی چې تمه نه کېږي مجتبی خامنه‌یي په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. د راپور له مخې، نوموړی په هغه برید کې چې علي خامنه‌یی پکې وژل شوی، سخت ټپي شوی دی.

د جنازې په مراسمو کې د ایران له متحدو ډلو او د سیمې د ځینو هېوادونو استازو ګډون کړی، خو د اروپايي هېوادونو هېڅ استازی پکې نه و حاضر.

همدارنګه، له مراسمو خپرو شویو انځورونو کې د «Kill Trump» په انګلیسي شعار لرونکی بیرغ او د امریکا او اسرائیل پر ضد د «غچ» شعارونه هم لیدل کېږي.

امریکايي رسنیو دغه مراسم تر ډېره د ایران اسلامي جمهوریت له لوري د علي خامنه‌یي له مړینې وروسته د یووالي د ښودلو او د نوي پړاو د مدیریت د هڅې په توګه ارزولي دي.

Exit mobile version