سپاه او د ایران پوځ د هرمز تنګي په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړ

IMG 6741

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران او د دغه هېواد پوځ په جلا جلا خبرپاڼو کې خبرداری ورکړی چې که متحده ایالات د هرمز تنګي په مسئله کې هر ډول احتمالي مداخله وکړي، له غبرګون سره به مخ شي او د اړتیا په صورت کې د نښتو د بیا پیل لپاره چمتو دي.

په دغو خبرپاڼو کې ټینګار شوی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به د هېواد د امنیت او ملي ګټو پر ضد هېڅ اقدام بې‌ځوابه پرې نه ږدي او خپل پوځي چمتووالی یې ساتلی دی.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي ویلي چې نړیواله ټولنه باید د هغه څه له امله چې نوموړي یې «د ایران د خلکو او نړیوالې ټولنې پر ضد جنایت» وباله، د ایران اسلامي جمهوریت حساب‌ورکوونکی کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د هرمز تنګي امنیت او د سمندري تګ راتګ ازادي د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

Exit mobile version