راپورونه: د واشنګټن سره د احتمالي هوکړې په اړه د ایران د واکمن جوړښت دننه اختلافونه ژور شوي

IMG 6711

د ایران او امریکا ترمنځ په دوحه کې د خبرو د نوي پړاو له پیل سره هم‌مهاله، راپورونه ښيي چې د واشنګټن سره د احتمالي هوکړې په اړه د ایران د واکمن جوړښت دننه اختلافونه زیات شوي دي.

د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې د مسعود پزشکیان حکومت او یو شمېر حکومتي چارواکي احتمالي هوکړه د کړکېچونو د کمېدو او ثبات ته د بېرته ستنېدو لپاره یوه لار بولي، ځینې سختدریځي جریانونه او کورني منتقدان ورسره مخالفت کوي او دا د امریکا پر وړاندې شاتګ ګڼي.

په وروستیو ورځو کې د احتمالي هوکړې پر ضد نیوکې د ځینو سیاسي څېرو، دولتي رسنیو، مذهبي محفلونو او د واکمنو بنسټونو ته د نږدې جریانونو ترمنځ زیاتې شوې دي.

همدارنګه، د مجتبی خامنه‌يي په نوم د یوې منسوبې لیک په اړه هم راپورونه خپاره شوي چې پکې ویل شوي هغه د امریکا سره د تفاهم‌لیک د متن په اړه بېلابېل نظرونه لرل، خو په پای کې یې د خبرو د دوام ملاتړ کړی دی. تر اوسه د ایران هېڅ رسمي چارواکي د دغه لیک اصالت په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې روانې دي او پایله یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر راتلونکو تحولاتو مهم اغېز لرلای شي.

Exit mobile version