ونس: واشنګټن د ایران په اړه د خبرو په هره پایله کې ځان په برلاسي دریځ کې ویني

IMG 6706 1024x682

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس ویلي، واشنګټن له ایران سره په روانو خبرو کې «ټول برلاسي کارتونه» په لاس کې لري او د ډونالډ ټرمپ حکومت، که خبرې بریالۍ شي او که ناکامې، ځان د «ګټونکې-ګټونکې» په دریځ کې ویني.

ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «متحده ایالات په ډېر ښه موقعیت کې دي.»

هغه زیاته کړه، که خبرې هوکړې ته ورسېږي، ایران به د هغه په وینا د تل لپاره د تروریزم له مالي ملاتړ، د سیمې له بې‌ثباته کولو او د اټومي وسلې د ترلاسه کولو له هڅو لاس واخلي او بېرته به نړیوال اقتصاد ته ور وګرځي.

د امریکا مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې که خبرې ناکامې هم شي، د ایران اټومي پروګرام او دودیز پوځي ظرفیت به بیا هم د امریکا د اقداماتو هدف پاتې شي او واشنګټن به خپل برلاسی دریځ وساتي.

په همدې حال کې، وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د امریکا د دفاع له وزیر پیټ هېګسېت او د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډن کین سره د ایران پر ضد د پراخو بریدونو د بیا پیل احتمال ارزولی دی.

د راپور له مخې، ټرمپ په پای کې پرېکړه کړې چې اوسمهال ډیپلوماټیکه لاره تعقیب کړي، ځکه د هغه په باور په اوسنیو شرایطو کې د پراخو بریدونو پیل کولای شي د خبرو بهیر ګډوډ کړي او د ایران د اټومي پروګرام د ختمولو لپاره د هوکړې احتمال کم کړي.

وال سټریټ ژورنال دا هم ویلي چې ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، که خبرې د اګست تر اتلسمې نېټې ټاکل شوې مودې پورې هم وغځېږي، له دې سره کومه ستونزه نه لري.

Exit mobile version