هالندي امنیتي چارواکي: نوې افراط‌ګرۍ تاوتریخوالی د شهرت وسیله ګرځوي

IMG 6685

د هالند امنیتي چارواکو د لومړي ځل لپاره د «نیهیلیستي افراط‌ګرۍ» د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه پدیده د ټولنیزو شبکو او انلاین حلقو په بستر کې رامنځته کېږي او تاوتریخوالی د پاملرنې راجلبولو او شهرت ترلاسه کولو په وسیله بدلوي.

د هالند د تروریزم ضد او امنیت ملي ادارې د سې‌شنبې په ورځ په خپل نوي راپور کې ویلي چې دغه جریان له یوې «ویجاړوونکې او د انسان ضد نړۍ‌لید» څخه سرچینه اخلي او پکې تاوتریخوالی هم هدف دی او هم د ځان د مطرح کولو وسیله.

د راپور له مخې، فراملي انلاین شبکې خپل غړي د لا ډېرو تاوتریخجنو کړنو ترسره کولو ته هڅوي او عاملان د تاوتریخوالي د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره هڅه کوي د دغو شبکو د غړو ترمنځ اعتبار او شهرت ترلاسه کړي.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې تنکي ځوانان او ځوانان تر نورو ډېر د دغو مجازي فضاوو تر اغېز لاندې راځي او دا بهیر په ځینو مواردو کې د واقعي نړۍ تاوتریخوالي ته هم لار هوارولی شي.

په راپور کې راغلي چې که څه هم د جهادي ډلو ګواښ لا هم د هالند تر ټولو مهمه امنیتي اندېښنه ده، خو د نیهیلیستي افراط‌ګرۍ راڅرګندېدو د دغه هېواد د ترهګریزو ګواښونو بڼه نوره هم پېچلې او د وړاندوینې وړ نه ده کړې.

راپور همدارنګه وایي چې د ښي اړخي افراط‌ګرۍ له امله د ګواښ کچه د پام وړ بدلون نه دی کړی او په دې برخه کې د نیول شویو کسانو شمېر لا هم محدود دی، خو ځینې نیول شوي کسان هغه ځوانان دي چې په انلاین فضا کې د تاوتریخوالي د ګواښونو په خپرولو تورن دي.

د راپور په بله برخه کې، د هالند امنیتي چارواکو د ایران د جګړې له امله د احتمالي بریدونو خبرداری هم ورکړی دی. د دې ادارې په وینا، دغه ګواښونه ښايي د ایران د امنیتي بنسټونو یا له ایران سره د تړلو کسانو او ډلو له لوري د اسرائیلي، یهودي او امریکایي وګړو او مرکزونو پر ضد متوجه وي او حتی د جګړې له پای وروسته هم دوام ومومي.

Exit mobile version