ایران وايي هېڅ هېواد ته د هرمز تنګي د ماین پاکۍ اجازه نه ورکوي

IMG 6663

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، د هرمز تنګي ماین پاکول یوازې د ایران له لوري ترسره کېږي او هېڅ بل هېواد ته به د دې عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورنه کړل شي.

غریب‌آبادي په اېکس ټولنیزې شبکې کې په خپاره کړي پیغام کې، د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي چې د «اسلام‌آباد د تفاهم‌لیک» له مخې، د هرمز تنګي د ماین پاکۍ مسئولیت یوازې د ایران پر غاړه دی.

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې «وضعیت حساس او پېچلی دی» او له فرانسې یې غوښتي چې د هغه په وینا، په «پاروونکو اقداماتو» سره د سیمې وضعیت لا پسې پېچلی نه کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې امانویل مکرون ویلي وو، فرانسه او عمان هوکړه کړې چې د خپلو شریکانو په همکارۍ، د کړکېچ د کمولو او د سمندري تګ راتګ د امنیت د تضمین لپاره، د هرمز تنګي د ماین پاکۍ په عملیاتو کې برخه واخلي.

د دواړو لورو څرګندونې ښيي چې تهران او پاریس د نړۍ د یوه مهم سمندري تګلوري د امنیت د تأمین د څرنګوالي په اړه بېلابېل دریځونه لري.

Exit mobile version