ارجنټاین اسانه او فرانسه له سختې لارې سره مخ ده

IMG 6644 1024x682

LUSAIL CITY, QATAR - DECEMBER 18: Lionel Messi of Argentina walks past Kylian Mbappe of France after scoring the team's first goal during the FIFA World Cup Qatar 2022 Final match between Argentina and France at Lusail Stadium on December 18, 2022 in Lusail City, Qatar. (Photo by David Ramos - FIFA/FIFA via Getty Images)

د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته، فاینل ته د مدعیو لوبډلو احتمالي لارې معلومې شوې؛ داسې لارې چې د ځینو لوبډلو لپاره اسانه او د ځینو نورو لپاره ډېرې سختې ښکاري.

ارجنټاین، چې د لیونل میسي په ځلېدونکي لوبو او د بشپړو نهو امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې ګروپي پړاو پای ته رسولی، د یوولس پړاو په سیالیو کې به له کېپ ورډ سره مخامخ شي. که ارجنټاین بل پړاو ته لار ومومي، د اسټرالیا او مصر د لوبې له ګټونکي سره به مخ شي او تر ربع پایلوبې پورې به د نړۍ د دودیزو مدعیو لوبډلو له مخامخېدو لیرې پاتې شي. د سیالیو د جدول له مخې، ارجنټاین ښايي په نیمه پایلوبه کې له برازیل یا انګلستان سره مخ شي.

په مقابل کې، فرانسه سره له دې چې د خپل ګروپ په سر کې ځای خپل کړی او د ګولونو تر ټولو غوره توپیر یې ثبت کړی، د جدول په تر ټولو سختې برخې کې ځای لري. د دیدیه دېشان لوبډله به له سوېډن سره تر لوبې وروسته، احتمالاً د اتم پړاو په سیالیو کې له جرمني سره مخامخ شي او که بریالۍ شي، ښايي په ربع پایلوبه کې له هالنډ سره ولوبېږي.

د فرانسې لاره له دې وروسته هم اسانه نه ده، ځکه په نیمه پایلوبه کې یې د هسپانیا، پرتګال، کرویشیا یا بلجیم سره د مخامخېدو احتمال شته.

برازیل هم له سختې لارې سره مخ دی او د حذفي پړاو په لومړۍ لوبه کې به له جاپان سره مخامخ شي. که برازیل بل پړاو ته لار ومومي، احتمال لري په ربع پایلوبه کې له انګلستان سره ولوبېږي.

د جدول په بل اړخ کې، د هسپانیا او پرتګال احتمالي لوبه د اتم پړاو له مهمو او زړه راښکونکو سیالیو څخه ګڼل کېږي.

Exit mobile version