د ایران د خبرګانو د غړو په اعلامیه کې د هرمز تنګي د پرانیستو مخالفت شوی

IMG 6585 1024x807

Screenshot

د ایران رسنیو د ۶۳ غړو په لاسلیک یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل «له مسئولانو د ژمنو خلاف» او «ستراتېژیکه تېروتنه» بلل شوې ده.

تسنیم او فارس خبري اژانسونو، چې سپاه پاسداران ته نږدې ګڼل کېږي، راپور ورکړی چې د اعلامیې لاسلیکوونکو په لبنان کې د اسرائیل د بریدونو دوام او د سویلي لبنان په ځینو سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو پاتې کېدل د ایران او امریکا د تفاهم‌نامې ښکاره نقض بللی دی.

د اعلامیې د لاسلیکوونکو په باور، په داسې شرایطو کې د هرمز تنګي پرانیستل د ایران له ژمنو سره سمون نه لري.

په اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ضد د تاوتریخوالي پاروونکې څرګندونې هم شوې دي.

لاسلیکوونکو همدارنګه د هرمز تنګي مدیریت، د جګړې د زیانونو جبران، د کنګل شویو شتمنیو بېرته ستنېدل، د بندیزونو لرې کېدل او له سیمې د امریکایي ځواکونو وتل د ایران د ستر مشر له مهمو غوښتنو څخه یاد کړي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو موضوعاتو په اړه هر ډول بې‌پامي به له غبرګون سره مخ شي.

دغه اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا د تفاهم‌نامې په اړه د ایران د بېلابېلو سیاسي جریانونو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.

بل لور ته، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان مخکې ویلي وو چې له امریکا سره تفاهم‌نامه د ملي امنیت د عالي شورا د څه باندې ۹۰ سلنه غړو، د سپاه د یو شمېر لوړپوړو قوماندانانو په ګډون، تصویب کړې او د عملي کېدو بهیر یې پیل شوی دی.

Exit mobile version